Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیې د خاشقجي د وژلو په اړه شواهد موندلي

یوې ترکي ورځپاڼې په دې هېواد کې د سعودي عربستان په کنسلګرۍ کې د وژل شوي خبریال، خاشقجي د وژلو په اړه د شواهدو موندو خبر خپور کړی دی.

دولت ته نېږدې صباح ورځپاڼې شنبې(د تلې په ۲۱مه نېټه) په خپل راپور کې ویلي دي چې ترکیې په دې هېواد کې د سعودي عربستان په کنسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د شکنجې او وژلو په اړه د نوموړي اپل ساعت له لارې غږیز شواهد موندلي دي.

ښاغلي خاشقجي کنسلګرۍ ته له ننوتو مخکې د خپل د اپل ساعت د غږ ثبتولو برخه فعاله کړې وه او له دې لارې یې غږ اپل غوږۍ ته لېږدول شوی دی.

ورځپاڼې ویلي دي ترلاسه شوي شواهد ښیې چې یاد خبریال په کنسلګرۍ کې سکنجه شوی او وژل شوی دی.

په همدې حال کې رویټرز ورځپاڼې بیا ویلي دي چې غږیز شواهد څېړنې ته اړتیا لري.

دوو لوړپوړي ترکي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې خاشقجي کنسلګرۍ ته د وتلو پرمهال اپل ساعت په لاس درلود چې له ایفون سره یې وصل وو.

صباح ورځپاڼې لیکلي دي:«د سعودي مالوماتي ډلو هڅه کړې ده چې د خاشقجي اپل ساعت د هغه د ګوتې له نښې سره پرانیزې او یو شمېر غږیز پیغامونه یې پاک کړي، خو په ټولو نه دې بریالي شوي.»

د سعودي عربستان خبریال، جمال خاشقجي کابو دوې اوونۍ مخکې استانبول کې د خپل هېواد کنسلګرۍ ته ورغی، خو د وتو یې څرک ونه لګید.

خاشقجي خپل مبایل کنسلګرۍ ته له ننوتو مخکې ځکه خپلې کوژدنې ته ورکړی و چې د ننه یې نه ورسره پرېښود

شریک یي کړئ