Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران پر منزوي کولو د ټرمپ ټينګار

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (سېشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د ایران پر منزوي کولو ټينګار وکړ

ټرمپ ویلي، ایران په منځني ختیځ کې د جګړې اصلي سبب دی او زیاته کړې یې ده چې د داعش ډلې ځای اوس له عراق او سوریې بدل شوی دی.

ټرمپ دغه راز په دې هم ټینګار کړی چې امریکا به د ایران د خامو نفتو صادرات صفر ته راټیټ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، د ایران مشران د زوال په حال کې دي.

ډونلډ ټرمپ زیاته کړې، پر ایران لګېدلو بندېزونو ښې پایلې درلودې، او دا بندیزونه به بیاځلې د اکتوبر تر پنځمې پورې پر ایران لګېدلي وي.

ټرمپ ویلي، د ایران مشرانو د خلکو زیرمې لوټلي دي:‎«له ایران سره شوې معامله د هغه هېواد د مشرانو په ګټه وه. له لوېدیځ سره د ایران له اټومي ټرون راهیسې د دغه هېواد پوځي بودیجه د‎ دکټاټورۍ په بڼه۴۰ سلنه زیاته شوې ده. په دې سره د کور دننه د خلکو ځپل زیات شوي، د اتومي توغندیو لپاره  بودیجه ډېره شوې او په سوریې او یمن کې د ترهګرو د ملاتړ او د خلکو د وژلو لپاره مالي امکانات زیات شوي دي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، ایران د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د تاوتریخوالي لامل دی.

نوموړي ویلي، داعش اوس له عراق او سوریې نه خپل ځای ته بدلون ورکړی دی.

ټرمپ څرګنده کړې:«‎موږ په نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړ او د خطرناکو وسلو درلودو ته اجازه نه شو ورکولی.‎‎‎ هغه رژیم ته چې د امریکا او اسراییل په ضد شعارونه ورکوي، اجازه نه شو ورکولی چې د ځمکې پر سر هر ښار په اټومي وسلو په نښه کړي.»

بل خوا ایران د تېر په څېر ټینګار کړی چې د امریکا د فشارونو په وړاندې سر نه ټېتوي او د دغه هېواد په وړاندې به خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

د ایران پر منزوي کولو د ټرمپ ټينګار

ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د وینا پرمهال وویل چې د ایران مشران د ورانیو او مرګ پسې دي

شریک یي کړئ