سعودي عربستان وايي که د جمال خاشقجي په خاطر وګواښل شي، نو توند غبرګون به وښيي.
د دې هېواد دولتي تلویزون د سعودي چارواکو خبرې خپرې کړې چې، هر ډول اقتصادي ګواښ ته يې د ځواب ویلو سینه ډبولې.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی و، که سعودي عربستان جمال خاشقجي وژلی وي، نو مجازات به يې کړي.
دغه عربستانی خبریال چې د سعودي حکومت منتقد و، څه موده وړاندې په ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته لاړ، رسنیو ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې نوموړی هلته ننوځي، خو بېرته نه دی راوتلی.
په همدې حال کې ترکیه وايي داسې اسناد ورسره شته، چې د جمال خاشقجي وژنه تاییدوي.
د ترکيې امنیتي سرچینې وايي، دغه خبریال په قونسلګرۍ کې له شکنجې وروسته وژل شوی دی او د بدن غړي يې پرې شوي دي.