روسیې او ترکیې، د سوریې شمال کې د کردي جنګیالو د مخنیوي لپاره پر ګزمو هوکړه وکړه. دغه هوکړه سې شنبې(د تلې په ۳۰مه نېټه) د روسیې په سوچي ښار کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د لیدنې پرمهال شوې ده.
ترکیه تمه لري چې له شوې هوکړې سره کردي جنګیالي د دغه هېواد له پولو لیري شي.
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي دي:«د اکتوبر له درویشتمې نېټې به د کردي جنګیالیو وسلې به د ترکیې د پولې له ۳۰کیلو مټرۍ لیري شي او پوستې به یې له منځه ولاړې شي. دا کال چې ۱۵۰ ساعته وخت نیسي، وروسته به یې ترکي او روسي پوځيان د سیمې په لس کیلومټرۍ کې خپلې ګزمې پیل کړي. دواړه هېوادونه به د ترهګرو د تېښتې مخنیوی لپاره تګلارې پلې کړي.»
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ترکیه شاید له دې کار سره له پوځي عملیاتو لاس په سر شي.
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین څرګنده کړې ده:«موږ د ترکیې په څېر د ترهګریزو ګواښونو او په سیمه کې له قومي شخړو اندېښنه لرو. دا شخړې او بيلتون پالنه په دې وروستیو کې د بهرنیو لخوا رامنځته شوې ده.»
د روسیې او ترکیې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به کردان د روانې زیږدیزې میاشتې اکتوبر تر ۲۹مې پورې د ترکیې او سوریې له ۴۴۰ کیلومټرۍ ووځي. کردانو ویلي چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره به دا کار وکړي.