په عراق کې د کردستان خپلواکۍ په اړه نن (دوشنبې د تلې ۳مه) د کردانو رایې ورکړې پیل شو.
ټاکل شوې چې د عراق په میلیونونه کردان به رایې اچونې مرکزونه ته لاړ شي او د کردستان د هېواد رامنځته کولو په اړه خپلې رایې کاروي.
که څه له دغې ټولپوښتنې سره زیات شمېر هېوادونو خپل مخالفت ښودلی، خو د کردستان د نیمه خپلواکو سیمو مشر، مسعود بارزاني ټینګار کوي چې دغه ټولپوښتنه به ترسره کیږي.
بارزاني د عراق کردستان مرکز اربیل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، کردان نور نه غواړي چې د عراق برخه ووسي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوټرش د عراق له خپلواکۍ او یو موټي کېدو څخه ملاتړ کړی وه، خو د کردانو د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی وه.
ده ویلي دي چې اوسني حالت کې باید له داعش سره د مبارزې په برخه کې پام راټول شي او دا ډول کار له دې ډلې سره مبارزې ته زیان رسوي.
له دې سره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند، سټیفن دویاریچ وايي، پلان شوې ټولپوښتنه، هغو کارونه ته زیان رسوي چې له مخې داعش ډله ماته کوي او تېرو څو میاشتو کې د بېرته کنټرول شویو ښارونو او سیمو د بیارغونې خنډ هم کېږي.
دوه اوونۍ مخکې د عراق کردستان پارلمان د کردستان خپلواکۍ ته رایه ورکړه. له دې سره هممهال د ترکیې لومړي وزیر، بنعلی ییلدریم اعلان وکړ چې که دا ټول پوښتنه ترسره شي، نو ترکیه به کرستان باندې اقتصادي بندیز ولګوي.