Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د منځني واټن ویشتونکو هستوي توغندیو له تړونه د امریکا د وتلو هڅې

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي هېواد يې د منځني واټن ویشتونکو هستوي توغندیو له تړونه د وتلو چارې پر مخ وړي. 

دغه تړون چې په ۱۹۸۷ز کال د امریکا متحده ایالتونو او د شوروي جمهوري اتحاد تر منځ شوی و، امریکا تازه ترې د وتلو د هڅو خبر ورکړی دی. 

په همدې مناسبت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن روسيې ته ورسيد، خو ښکاري چې روسي اړخ ورته قناعت نه دی ورکړی. 

د دې تړون له مخې دغه دواړه هېوادونه د دې توغندیو د استعمال حق نه لري، خو  امریکا وايي روسيې څو ځلې له دې تړونه سرغړونې کړې دي. 

جان بولټن وايي: «نور هېوادونه لکه چین، ایران، شمالي کوریا او نور هېوادونه چې په دې تړون کې نشته، ازاد دي، چې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په برخه کې يې هر څه زړه غواړي وکړي او د دې لاسته راوړنې لپاره يې مهم ګامونه اخیستي دي، زه اټکل کوم، مثلاً که چین د دې تړون غړی وای، د بالسټیک د توغندیو د نیمايي یو په درېیمه برخه به يې د دې تړون ماتوونکې وه.»

په ورته وخت کې چین د خپلو دې ډول توغندیو جوړول، د امریکا لپاره د وتلو چندان پلمه نه بولي. 

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چونینګ وايي: «د منځني واټن ویشتونکو هستوي توغندیو د منعې له تړونه د امریکا وتل یو اړخیز اقدام دی، دا غیر منطقي ده، چې چین هم پکې دخیل کړو، چین تل ملي دفاعي سیاست لري، چې دفاعي دی او د دې هېواد له امنیتي ګټو ساتنه کوي، موږ په هیڅ صورت ګواښ او باج اخیستنه نه منو، موږ پر متحده ایالاتو غږ کوو، چې له دې کارو لاس واخلي او تر هر اقدام مخکې سم فکر وکړي.»

خو روسیه بیا هیله لري، چې له روسي چارواکو سره د بولټن لیدنه به يې له امریکا سره په اړیکو کې څه سمون راولي. 

د روسيې دفاع وزیر سرګی شویګو وايي: «هیله ده دا لیدنې د روسيې او امریکا د اړیکو په ثبات کولو کې مرسته وکړي، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لیدنې وروسته، موږ د خبرو اترو د تدریجي ښه کېدو هیله لرله، موږ باوري یو، چې کوچني ګامونه هم د باور په بیا جوړونه او د اړیکو ښه کولو کې ګټور دي.»

روسیه او امریکا د دې تړون پر سر د ناندریو تر څنګ په سوریه او اکراین کې هم ناندر‌ییز وضعیت لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له روسي ولسمشر سره هم لیدلي او ټاکل شوې چې ویلادي میرپوتین به له ډونالډ ټرمپ سره هم راتلونکې اونۍ فرانسه کې وویني.
 
شریک یي کړئ