هندي رسنۍ وايي د پاکستان درې جنګي الوتکې چې د هندي کشمیر هوايي بشپړتیا ته د ننه شوې وې، د هندي الوتکو سره تر مخامخ کېدو بېرته تللې دي.
په همدې حال کې پاکستان بیا دعا کوي چې د کشمیر په فضا کې یې د هند یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده.
په دې پېښه کې د دوو پيلوټانو او یوه ملکي کس له وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ(سېشنبې د کب په ۷مه نېټه) د هند بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې پاکستان کې د هوايي برید په پایله کې ګڼ شمېر ترهګر وژلي دي.
د راپورونو له مخې سېشنبې سهار ۱۲ هندي جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا په "بالاکوټ" سیمه کې یې د "جیش محمد" ډلې پټنځایونه په نښته کړي دي.
هند وايي د دې پټنځایونو مشري د جیش محمد ډلې د مشر، مسعود اظهر لخوا کېده.
په همدې حال کې پاکستان بیا د هند ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې هندي الوتکې د پاکستانیو الوتکو تر پورته کېدو وروسته وتښتېدې او یوازې په یوې شاړې سیمې کې یې څو توغندي وتوغول چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.
هند د دې هېواد اړوند کشمیر کې یوه برید کې د ۴۴ هندي سرتېرو تر وژل کېدو دوې اوونۍ وروسته پر پاکستان د برید ادعاوې کوي.