د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي د سیالانو بریاليکېدل به ایران نړیوالې ګوښهکېدو ته لور ته بوځي.
نوموړی په ټاکنیزو ناندرو کې پر ټولنیزو آزادیو ټینګار، د ایران پخواني ولسمشر، محمد خاتمي سانسور غوښتنه کوي او اصلاحغوښتونو پر مهمو څېرو هم نیوکې لري.
د حسن روحاني وینا اورېدو لپاره د هغه ډېر شمېر پلویان راټول شوي وو او د اصلاحغوښتونکو پر ضد یې شعارونه ورکول.
دی ټنیګار کوي چې که په خپله ولسمشرۍ ته ورسید، نو له نړۍ سره به د ایران اړیکو پراختیا هڅه وکړ ي.
حسن روحاني څرګندوي:«نه پرېږدو چې یوځل بیا ایران منزوي شي، موږ غواړو چې له نړۍ سره په ګټور تعامل کې ووسو.»
د ایران ولسمشر، حسن روحاني په ایران کې د ډېرو رایو لاسته راوړو لپاره پر ټولنیزو آزادیو ټینګار کوي.
دی زیاتوی:«دولت په درېیو کلونو کې د هغه کسانو چې غوښتل یې ټولنیزې رسنۍ بندې کړې مقاومت وکړ.»
دی په ایران کې د پخواني ولسمشر، محمد خاتمي د ممنوع التصویر کېدو غوښتنه کوي.
نوموړي وړاندې وویل:«یوازې یو لیک مې قضايي قوې د محمد خاتمي په اړه لیک ولیګه.»
ایراني چارواکو د دې هېواد رسنیو ته ویلي دي چې په رسنیو کې د خاتمي انځور څه چې باید نوم یې هم وانهخیستل شي، ځکه چې د ۱۳۸۸ ټاکنو وروسته یې په ایران کې له مخالفانو ملاتړ کړی وه.