Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عدن ښار کې د یمني کډوالو ترېنګلی حالت

د راپورونو له مخې د یمن عدن ښار ته له جګړو لېږدېدلي یمنیان په سختو شرایطو کې راګير دي.

حدیده بندر ته څېرمه جګړه لا هم دوام لري او شاوخوا ۵۵۰ زره اوسېدونکي د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

عدن ښار ته را رسېدلي کډوال وايي چې خوراکي توکي نه لري او په روغتيايي برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

عدن ښار کې د پنډغالو مسؤل عدنان عبدالله حسن وايي، دوی نه اوړه لري، نه وريجې او نه نور خوارکي توکي.

هغه زیاته کړه: «دا خلک د حدیده بندر له جګړې را تښتېدلي، ډېری يې دې پنډغالي ته راغلي، دوی نه اوړه لري، نه وریجي، نه بوره، اصلاً هیڅ نه لري.»

په دې پنډغالي کې شاوخوا ۵۰۰ رالېږدېدلې کورنۍ ژوند کوي، چې د روغتيايي اسانتیاوو او خوراکي توکو نشتوالی يې لويې ستونزې دي.

عدنان عبدالله حسن زیاتوي: «دا پنډغالی له ښاره لرې دی، خلک نه شي کولی چې د پېر لپاره بازار ته لاړ شي او د څه شي د اخیستلو پیسې هم نه لري، کله کله حکومت دلته ځینې ډاکټران رالېږي، خو هغوی په یوولس بجې راځي، یو ساعت وروسته بېرته ځي، هغوی یوازې توصیه کوي بس، هر څوک چې دلته وینئ هیڅ شی نه لري، دلته وضعیت سخت خراب دی.»

یمني کډوال د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي غړو له بمباریو شکایتونه لري.

ملګرو ملتونو ویلي، جګړه ځپلیو ته حدیده بندر د مرستې د لېږد یوازينۍ لار ده، که دغه هم وتړل شي ښايي بل هیڅ بدیل ونه لرو.

عدن ښار کې د یمني کډوالو ترېنګلی حالت

دوی په داسې حال کې کډوال شوي دي چې د یمن حدیدې بندر کې لا هم د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف او حوثي یاغایانو ترمنځ نښتې روانې دي

شریک یي کړئ