عراقي ځواکونه وايي چې له موصل څخه د بهرکېدو د یوې مهمې لارې اداره ترلاسه کړه.دغه لاره به د داعش ډلې لاسرسۍ د ښار له شمال لوېدیځې برخې سره پرېکړي.
یوه عراقي جنرال د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه لاره د موصل په شمال لوېدیځه برخه کې موقعیت لري او زیاتوي چې اوس د دغې لارې اداره د دوی په لاس کې ده.
ویل کېږي چې دغه واټ موصل له تلعفر سره نښلوي.تلعفر د داعش ډلې یوه اډه چې د موصل د لوېدیځ په ۴۰ کیلومټرۍ او له سوریې سره ګډه پوله لري.
دولتي ځواکونو د موصل ختیځې برخې تر ډېره په واک کې لري.
د داعش پر ضد په دغو عملیاتو کې چې یوه میاشت کېږي په لاره اچول شوې دي،د امریکا په مشرۍ ائتلاف د هوا له لارې د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي.
عراقي ځواکونو تراوسه د نړیوال هوايي ډګر،یوې پوځي اډې،او همدارنګه له ډېریو استوګنیزو سیمو څخه یې داعشیان بهرکړي دي.
دغه عراقي جنرال وايي چې د عراق ولسي ځواکونه چې له هغوی څخه ملاتړ کوي،د موصل ښار په شمال لوېدیځ په یو کیلو مټرۍ کې مېشت دي.
د عراق ولسي سمبال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې او د داعش ډلې له پرمختګ څخه وروسته په دغه هېواد کې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره رامنځته شول.