Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له عراق څخه د هندي کارګرو مړي خپل هېواد ته لیږدول کېږي

د عراق په موصل ښار کې ۳۸ تنه هندي کارګر چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې داعش لخوا ددې ښار تر نیولو وروسته وژل شوي وو، خپل هېواد ته ولیږدول شي.
دې کارګرو په عراق کې یوه ودانیز شرکت کې کار کاوه.

هندي چارواکي وايي چې مړي به د کورنیو غړو ته وسپارل شي او دوی اړتیا نلري چې هوايي ډګر ته راشي.

دا ۳۸مړي نن( د وري۱۳مه) عراق کې هندي چارواکو ته وسپارل شول.

بغداد کې د هند سفیرو پردیپ سنګ وویل چې ډېر ژر به مړي هند ته ولیږدوي.

ښاغلي ستګ وویل:«موږ د قربیانو مړي خپلو کورنیو ته یې سپارو. موږ مخکې ویلي وو چې ۳۹ تنه هندي وګړي عراق کې ورک دي، خو د ډی ان اې معایناتو څخه ښکاره شوه چې دا هندي وګړي دي.»

په همدې حال کې د هند ایالتي د بهرنیو چارو وزیر، ویجي کمار سنګ به نن بغداد ته ولاړ شي.

دی وايي:«زه وایم چې د قربیانو جسدونه به کورنیو ته وسپارل شي او دوی اړتیا نلري چې هوايي ډګر ته راشي. موږ له ایالتي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي تر څو مړي کورنو ته وروړي.»

اوس‎مهال عراق کې کابو لس زره هندي وګړي عراق کې پر کار بوخت دي.
 
په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې کله چې داعش ډلې د عراق موصل ښار ونیوه، هندي کارګر یې ونیول او وروسته له لږې مودې یې ووژل

شریک یي کړئ