د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره ورځ(سېشنبې د زمري۱۶مه) ویلي دي، هر هغه څوک چې له ایران سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وپالې، نو امریکا به ورسره دا اړیکې پرې کړي.
وروسته له دې چې امریکا له ایران سره د هستوي هوکړې بهیر شو، دا پر ایران د بندیزونو لومړۍ برخه ده چې پلې کېږي.
د بندیزونو پلي کولو وروسته، ټرمپ په خپله ټوېټرپاڼه کې ولیکل:«دایران بندیزونه رسمآ پیل شوي دي.دا تر ټولو سخت بندیزونه دي چې تر اوسه وضع شوي دي او په نومبر میاشت کې به دا بندیزونه بلې درجې ته پورته شي.»
ده زیاته کړې ده: «هر هغه کس چې له ایران سره معامله ولري، د امریکا متحده ایالاتونو سره به یې نلري. زه د نړیوالې سولې غوښتونکی یم، له هغې هېڅ کم هم نه! »
کابو درې میاشتې مخکې ټرمپ امریکا له ایران سره د هستوي هوکړې ویسته او اعلان یې وکړ چې پر دې هېواد به بندیزونه ولګوي. ده دوشنبې ناوخته د دې بندیزونو د پلي کولو اعلان وکړ.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف د امریکا دا پرېکړه غندلې او هغه یې یوه اړخیزه پرېکړه بللې ده.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي: «دا لومړی ځل نه دی چې یو جګړه غوښتونکی ادعا کوي چ د نړیوالې سولې لپاره هڅه کوي.»
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، جان بولټون ویلي دي: «له بندیزونو د تېښتې یوه لار د ایران لپآره شته، تر څو له ټرمپ سره د سختې هوکړې په موخه د خبرو لپاره چمتو شي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ایران له امریکا سره خبرې اترې رد کړې وې، او لامل یې هم له هستوي هوکړې څخه د امریکا وتل ښودلي دي.