Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګوترش خبرداری؛ منځنی ختیځ د ویجاړونکې جګړې له ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ د یوې ویجاړونکې او بشپړې جګړې له خطر سره مخ دی.

د ملګرو  ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش و ویل: "منځنی ختیځ د ختمیدو په حال کې دی." "د سیمې خلک د یوې ویجاړونکې او پراخې جګړې له اصلي خطر سره مخامخ دي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د اسراییل په غوښتنه د ایران لخوا د اسراییل د وروستي برید په اړه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اسراییل، امریکا، برېټانیا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو استازو پر اسراییل د ایران برید وغانده او د سیمې او نړۍ د هېوادونو سولې او امنیت ته ګواښ وباله.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ و ویل: د ایران بې پروایی اقدامات نه یوازې د اسراییل نفوس، بلکې د اردن او عراق په ګډون په سیمه کې د ملګرو  ملتونو نور غړي هېوادونه هم ګواښي.

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیې سفیرې باربرا ووډ وارډ وویل: "برېټانیه به د اردن او عراق په ګډون د اسراییل او خپلو ټولو سیمه ییزو شریکانو د امنیت دفاع ته دوام ورکړي."

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازې ناتالي برون هورسټ و ویل: "ایران د خپلو بې ثباته کوونکو اقداماتو نوې کچې ته رسېدلی او د پوځي تاو تریخوالي د زیاتېدو خطر په غاړه لري او مسوول به یې وي."

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګلاد اردان وویل: سپاه پاسداران د یوه ترهګر سازمان په توګه معرفي کړئ. اوس باید اقدام وشي، نه د اسراییل په خاطر او نه د سیمې په خاطر، بلکې د نړۍ په خاطر.»

په ورته وخت کې د روسیې او چین استازو پر اسراییل نیوکې وکړې او له تهران او تل ابیب یې وغوښتل چې له پارونکو پوځي اقداماتو ډډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلی نیبنزا و ویل: موږ د تهران هغو اشارو ته پام کوو چې د اسراییل پرضد د پوځي اقداماتو زیاتیدو په لټه کې نه دي او له لویدیځ او بیت المقدسه غواړو چې دغه شان تعقیب کړي او د زور له پارولو ډډه وکړی."

په ملګرو  ملتونو کې د چین د سفیر مرستیال دای بینګ و ویل: "د ایران په وینا، د دغه هېواد پوځي اقدام د اسراییل له خوا د دغه هېواد پر ډیپلوماټیکو تاسیساتو د تېري په ځواب کې دی او دا موضوع باید پایته ورسېږي."

د ایران استازي د اسراییل وروستي بریدونه د ځان دفاع وبلل او ټینګار یې وکړ چې تهران په سیمه کې د جګړې د پراخولو هڅه نه کوي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر سعید ایرانی وویل: ایران هیڅکله هم په سیمه کې د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې نه دی او نه یې هم په ټوله سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو او پراخولو هڅه کړې ده.

د ملګرو ملتو سرمنشي یو ځل بیا له ایران او اسرايیل وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او د تاوتریخوالی له خپرولو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه