د امریکا متحده ایالاتونو په لاس ویګاس ایالت کې د یوه کنسرټ پرمهال پر خلکو د برید وژل شویو شمېر۵۹ کسانو ته ورسید.
تېره ورځ دوشنبې( د تلې۱۰مه) د استیون پداک په نامه یوه کس پر خلکو ډزې وکړې چې ۵۰۰ تنه په کې ټپیان هم شول.
پولیس وايي چې نوموړي کس د مانډالای هوټل له ۳۲ پوړ څخه پر یوه کنسرټ چې ۲۲ زره کسانو په کې ګډون کړی وه، ډزې وکړې.
پولیس زیاتوي چې دا کس یوازې وه، او د دې کار لامل یې تر اوسه نه دی څرګند.
که څه هم د برید مسوؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې بریدګرو څو میاشتې مخکې اسلام منلی وه، خو امریکايي چارواکي وايي چې د دې ادعا لپاره یې هېڅ شواهد نه دي موندلي.
د رویټرز خبر له مخې لا هم لسګونه کسان د لاس وګاس په روغتون کې په بد حال کې دي.
تېر کال هم په فلوریډا ایالت کې یوه کس پر شپني کلب برید وکړ او ۴۹تنه یې ووژل، د دې برید مسوؤلیت هم داعش ډلې منلی وه.