ولسمشر غني هېواد کې د لسو وزارتونو لپاره سرپرستان او نوماند وزیران معرفي کړل.
د ولسمشر د حکم له مخې د عدلیې، ترانسپورت، د سرحداتو او قبایلو، د کار او ټولنیزو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کرنې او اوبو لګونې، مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونه شامل دي.
ویل کېږي چې فضل احمد معنوي د عدلیې، قدرت الله ذکي د ترانسپورت، محب الله صمیم د سرحداتو او قبایلو، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، انوارالحق احدي کرنې او اوبو لګونې، معصومه خاوري د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ، عباس بصیر لوړو زده کړو، نثاراحمد غوریاني صنعت او سوداګرۍ، او کریمه حامد فاریابي هم د اقتصاد وزارتونو لپاره معرفي شوي دي.
ټاکل شوې ده دغه وزیران د باور رایې اخیستو لپاره پارلمان ته معرفي شي.