د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاوي د تماس ډلو ترمنځ خبرې نن هم په دوحه کې روانې دي.
دواړې خواوې هڅه کوي چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره پر اصولو او اجنډا هوکړه وکړي.
خود دواړو خواو خبرو اترو ته د رسنیو لاسرسی خورا محدود شوی دی.
ورته مهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي دوی به له طالبانو سره جدي بحثونه وکړي.
هغه زیاته کړه:«موږ د لاسرسي وړ یوو، خو د دې وخت نشته چې اطلاع رسونه وکړو، باید په اصلي کار بحث وکړو، تر هغې چې یوې پایلې ته ورسېږو. طبعاً جدي بحثونه به ان شاالله موجود وي او د هغو غوښتنو پربنسټ چې د افغانستان خلک یې لري او هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسېږو.»
د افغانستان اسلامي جمهوریت وايي چې تراوسه د تماس ډلو ترمنځ یوازې یوه غونډه شوې او خبرې روانې دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وايي:«تراوسه د تماس ډلې ترمنځ یوازې یوه غونډه ترسره شوه او د سولې بهیر یو اوږد بهیر دی او ډېر وخت نیسي، خبرې اترې چې څومره ډېر وخت ونیسي هومره ښو پایلو ته رسېږو.»
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي بل غړی متین بیګ وايي چې په لومړي سره کې د مذاکرې پر اصولو او قواعدو سره هوکړې ته رسېږوي او له هغې وروسته به پر اجنډا هم سره سلا شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی متین بیګ:«اجنډا وروسته راځي، لومړی موږ د مذاکرې پر اصولو او قواعدو له یو بل سره توافق وکړو، چې له نېکه مرغه تېره ورځ هغه مو ترسره کړل او په ګډه مو ښه پرمختګ درلود.»
د دواړو لوریو پلاویو د شنبې په ورځ د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پرانیستغوندې په پای کې د لومړي ځل لپاره سره ولیدل او د مخامخ خبرو اترو د اجنډا د تعیین لپاره د تماس ډله رامنځته کړه.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د تماس ډله اووه غړي لري او د طالبانو د تماس ډله هم پنځه غړي لري.
محمد معصوم ستانکزی، احمد نادر نادري، ضرار احمد مقبل، فوزیه کوفي، عنایت الله بلیغ، محمد ناطقي او خالد نور د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري د تماس ډلې غړي دي او مولوی عبدالکبیر، عباس ستانکزی، نورالله نوري، شیخ دلاور او شیخ قاسم د طالبانو له لوري د تماس ډلې غړي دي.