Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: دوحه کې د تماس ډلې ناسته کوي

له کابو دوو اوونیو وروسته په دوحه کې د مرکچي پلاویو د تماس ډلو د ناستو بندون ماتېدو سره دغې بیا سره کینې.

دوحه کې سرچینو نن(پنجشنبې د تلې په ۲۴مه نېټه) له غرمې مخکې وویل چې دغه ډلې به سره کیني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې مرکچي ډلو بېګاه شپه په دوحه کې یو ځل بیا عمومي غونډه وکړه.

په بېګانۍ غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ټول مرکچیان وو.

د جمهوریت د مرکچي ډلې یو غړی نادر نادري وایي، په غونډه کې پر اختلافي مسایلو خبرې شوي او ټینګار شوی چې د اړیکو ډلې دې ژر تر ژره یوه حل لار پیدا کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند هم وایي، په بیګانۍ غونډه کې ټینګار وشو چې ژر تر ژره دې د مذاکراتو کړنلاره وروستۍ او مذاکرات پیل شي.

پر سوله د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو له پرانیستې وروسته د دواړو مرکچي ډلو دا درېیمه عمومي غونډه وه.

قطر کې د افغان سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي ډله کې سرچینې وایي، طالبانو سره د دوی د اړیکو ډلو وروستۍ غونډه کې یې هغوی یعنې طالبانو ته نوي وړاندیزونه کړي.

سرچینې وایي، د کړنلارې پر سر د اختلاف لېرې کولو لپاره یو وړاندیز دادی، چې دواړه اختلافي مادې له کړنلارې ووځي او راتلونکو پړاوونو کې بیا پرې سلا وشي. په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ټینګار کوي چې په همدې پړاو کې دې د مذاکراتو پر بنسټ هوکړه وشي.

شریک یي کړئ