د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د دوو ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې په پایله کې د دغې ولسوالۍ د منیه قومندان فیض محمد هوتک په ګډون ۱۲ تنه پولیس وژل شوي دي.
د نیمروز ولایت امنیه قومندان سمونوال عبدالوهاب بالاکرزی طلوع نیوز ته واي چې چې دغه دوه چاودنې د کنګ ولسوالۍ مرکز ته نږدې رامنځته شوې دي.
د نیمروز د امنیه قومندان په وینا مرستندویه ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي دي چې د دغو ځواکونو مړي د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته ولېږدوي.
ښاغلی بالاکرزی همدارنګه زیاتوي چې دغه ماینونه د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو.
ورته مهال د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله صدیقي هم طلوع نیوز ته وايي چې په لومړنۍ پېښه کې چې په یوه هاموې موټر کې د پولیسو پنځه تنه سرتېري سپاره وو پر ماین برابر شوي او ټول په کې وژل شوي دي، له هغې وروسته د کنګ ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون اووه تنه چې د مړو د راویستلو لپاره سیمې ته تللي وو پر بل ماین برابر شول او دوی ټول هم ووژل شول.