لوګر کې طالبانو سره نښته کې څلورو سیمهییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) د مرکز پل علم اړوند الوزیو سیمه کې طالبانو د سیمهییزو پولیسو پر پوسته برید کړی او ځوابي برید کې ۵ طالب وسلهوال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د لوګر د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي:«تېره شپه طالب وسله والو مرکز ته اړوند د الوزيو سيمه کې د محلي پوليسو پر پوسته وسله وال بريد کړى،چې د ځوابي ډزو له امله ۵ تنه طالب وسله والو وژل شوي او ۳ تنه ټپيان دي.»
خبرپاڼه وايي چې له پېښې سره سم امنيه قوماندان سيمې ته رسېدلى او دغه بريد يې مهار کړى دى.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه