د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ کې د توغندي لګېدو له کبله څلورو ښځو ژوند بایللی دی.
د کندهار ولایت سیمهییز مسوولین وايي پېښه تېر ماښام (سې شنبې د لړم په ۲۰مه نېټه) د ژيړۍ ولسوالۍ سنګحصار سیمه کې شوې.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، جمال بارکزی څرګندوي چې توغندی د وسلهوالو مخالفینو لخوا ویشتل شوی او پر یوه کور لګېدلی دی.
د نوموړي په خبره قربانیانې ټولې د یوې کورنۍ غړې دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.