Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د تښتوول شوي ماشوم د خلاصون لپاره غوښتنې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مزارشریف ښار کې د انسان تښتوونکو له خوا د یوه ماشوم ربړول بشري جنایت ګڼي.

دغه کمېسیون وايي چې حکومت باید ژر تر ژره دغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوري او همدارنګه تښتوونکي په ګوته کړي.

عبدالرووف ۳۲ ورځې مخکې هغه مهال کله چې له کوره د ښوونځي په لور روان و، د انسان تښتوونکو له لوري چې پوځي جامې یې اغوستې وې وتښتول شو.

د بشري حقونو کمېسیون د دغه ماشوم ربړول بشري جنایت بولي او د هغه پر ژر تر ژره خوشې کېدو ټينګارکوي.
  
د هېواد په شمال کې د بشري حقو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید محمد سامع وویل:«زموږ امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونه په ټول کې پر دې موضوع کار وکړو او ژر تر ژره دغه ماشوم د ترهګرو له منګولو وژغورو.»

ورته مهال د نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو پر وړاندې دلته د بلخ ولایت د ودانۍ مخې ته ځينو ترکمنانو اعتراض کړی دی.
دوی د بلخ پر ځایي چارواکو نیوکه کوي چې له دې پېښې نه د ۳۲ ورځو په تېرېدو سره ولې تر اوسه نه دي توانېدلي چې تښتوونکي وپېژني ؟

په یوې ویډیو کې چې د انسان تښتوونکو له خوا د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف پلار ته یې استولې ده لیدل کږي، چې هغه د تښتوونکو له خوا بربڼ کړل شوی او په یوه ساړه ځای کې یې ساتل کېږي.

د نهه کلن عبدالرووف لاسونه او پښې په زنځير تړل شوي دي. نوموړی په دې ویډیو کې له خپل پلاره غواړي چې د تښتوونکو له منګولو د ده د خوشي کولو لپاره هڅې وکړي.

د تښتول شوي ماشوم پلار محمدنبي وايي:«د اختطاف کوونکو له لوري چې موږ ته هر پیغام راشي موږ یې له خپل دولت سره شریکوو خو مثبته پایله نه لري.»

دا ویډیو په ټولنیزو شبکو کې هم لاس په لاس کېږي او ډېر غبرګونونه یې راپارلي دي.

معترض محمدانور وویل:«په دې برخه کې دولت پاملرنه نه کوي. که چېرې کړې وای، دومره یې له وټس اپ، وایبر او تلېفون نه خبرې وکړې، دا ټکنالوژي چې خپل وروستي حد ته رسېدلې، ولي یې نه شي پيدا کولای؟»

دا معترضان خبرداری ورکوي چې که تر دوو ورځو د دغه تښتول شوي ماشوم برخلیک روښانه نه شي؛ په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
 
معترض عبدالملک نوري څرګنده کړه:«موږ له مرکزي او ځايي حکومته غواو چې ژموږ پر درد پوه شي، که چېرې نه پوهېږي موږ سبا او بله ورځ د حیرتان بندر تړو.»

د دغه ماشوم شکنجه کول د ولسي جرګې رییس له تند غبرګون سره هم  مخ شوي دي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي:«که چېرې امنیتي مسوولین یوه سلنه غیرت هم ولري یا ځان ووژني او دې ولاړ شي او دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوري.»

په دې لړ کې د بلخ پولیس د تښتول شوي ماشومام د خوشي کولو لپاره د خپلو هڅو خبر ورکوي.
 
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل‌شاه عادل څرګنده کړه:«د بلخ پولیس د کشفي او استخباراتي نورو امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ د دغه تښتول شوي ماشوم د خوشې کولو په برخه کې تراوسه کار کړی دی او په دې برخه کې کار روان دی.»

شریک یي کړئ