Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: د افغانستان راتلونکی نظام باید اسلامي او ټول شموله وي

قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي مرستیال، ملاعبدالغني برادر وايي چې د افغانستان راتلونکی نظام باید اسلامي او ټول شموله وي.

هغه چې د بشردوستانه او شخړو څیړنیز مرکز یوه پروګرام کې خبرې کولې ټینګار یې کړی چې د راتلونکي نظام مسوولیتونه به د عامه نبسټونو ساتنه، د اسلام پر بنسټ د ښځو او رسنیو حقونو ساتنه او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وي.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې خبرو کې اوربند له مهمو موضوعاتو بولي.

دا لومړی ځل دی چې ملا برادر د راتلونکي نظام په تړاو خبرې کوي او وايي ټول شموله نظام، د عام المنفعه تاسیساتو ساتل، د اسلام پر اساس د ښځو د حقونو ساتنه، د بیان ازادي باید د اسلام او ملي ګټو خلاف نه وي، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی، له ګاونډیو او نړۍ سره ښې اړیکې او د نړیوالو مرستو د جلب دوام به د راتلونکي نظام ځانګړنې وي.

خو د افغانستان حکومت د جمهوریت نظام، اساسي قانون او د تېرو دوو لس ییزو لاسته راوړنې د سولې خبرو کې مهمې بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال څرګندوي:«دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، ځکه د مشورتي لویې چرکې پرې همدا دي چې جمهوریت او دوام یې د دوی لپاره اساسي بحث دی.»

له بلې خوا د سولې خبرو تګلارې یوه کاپي چې طلوع نیوز ته رسېدلې ده ښیې چې دا خبرې د څلورو اصلو پر بنسټ ـ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې، د تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې، د سولې تامین لپاره د دواړو لورو ژمتیا او د سولې تامین لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې پر اساس مخې ته وړل کیږي.

پاکستاني خبریال، طاهر خان وايي:«مقدمه کې چې څه دي هغه دا چې د افغان ولس د تل پاتې سولې غوښتنه، نو که دې ته وګورو، دا مهمه ده.»

دا تګلاره یوویشت مادې لري چې مهم یي د سولې خبرو پرمهال متقابل احترام، د خبرو اورېدو لپاره حوصله مندي، د کاري ډلو لخوا د اختلافاتو حل، که شرعي اختلاف رامنځته شو ګډ پلاوي یې هوار کړي، د مذاکراتو بهیر باید ولیکل شي، د خبرو پای کې دواړه لوري هغه متن له رسنیو سره شریک کړي چې پرې هوکړه وي، د خبرو تسهیل کوونکي به د خبرو پرمهال نه وي، د خبرو محرمیت باید وساتل شي، د خبرو له ځایه باید رسنۍ لیري ووسي، دي.

ازاد خبریال، سمیع یوسفزی څرګندوي:«زما مالومات دا دي چې اجنډا کې درېیو ټکو باندې اختلاف شته او کله چې دوی اختلاف سره پیدا کړي، ځکه درېیمګړی نشته، نو دوی له بندون سره مخامخ کیږي.‎»

نن د لیندۍ ۲۰مه نېټه دوهمه او وروستۍ ورځ ده چې د سولې خبرو مرکچي پلاوي د اجنډا په تړاو ډله ییزې خبرې کوي او تمه ده چې دواړه لوري د اجنډا په تړاو د خبرو پایلې ګډې ناستې کې اعلان کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې خبرو کې اوربند له مهمو موضوعاتو بولي.

شریک یي کړئ