کندز کې سیمه ییز مسوولین د طالبانو برید پایله کې د ۱۰ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د کندز ولایتي شورا غړی، خلیل قاري زاده نن(دوشنبې د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) وايي امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې د قومندان په ګډون یې ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی.
د ښاغلي قاري زاده په وینا دغه برید کې ۶ سرتېري ټپیان شوي دي.
امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې دفاع وزارت نن کندهار کې د ۶۵ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي یاد شمېر طالبان تېره ورځ په داسې حال کې وژل شوي چې د کندهار ژېړۍ، ارغنداب، پنجوايي او شاهولي کوټ ولسوالیو کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.