په بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې نن یکشنبې (د سلواغې په ۵مه) طلوع نیوز ته وايي چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
سرچینو زیاته کړه چې دغه نښته نن د سهار څلور بجې هغه مهال پيل شوه چې طالبانو د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په خاکباد کلي کې د ملي پوځ پر یوې پوستې برید وکړ.
سرچینې زیاتوي چې دغه نښته د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي د شپږ تنو سرتېرو د پټي کېدو پخلی کوي.