Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو کلونو کې د ښځو لاسته راوړونو د قرباني کېدو په اړه اندېښنې

ځينې هغه ښځې چې د طالبانو او اوسنیو حکومتونو په واکمنۍ کې یې هېواد کې ژوند کړی وايي چې په وروستیو کلونو کې د ښځو د لاسته راوړنو د قرباني کېدو په هکله اندېښمنې دي.

دغه ښځې چې حکومت او طالبان د خلکو د برخلیک په هکله په بې پروایۍ تورن وي وايي چې د واک پر سر د ټېل ماټل په لړ کې د ښځو پر برخلیک باید لوبې ونه شي.
 
ماریا بشیر یو وخت په هرات کې د ښځو د جرمونو د څېړنې څارنواله وه، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کور کې کېناستو ته اړه کړای شوه.

خو ماریا بشیر زیاتوي چې له کورنیو او ماشومانو سره یې د مرستې لپاره یو پټ ښوونځی جوړکړ.
 
د هرات د استېناف څارنوالۍ پخوانۍ رییسه ماریا بشیر وايي:«زه یوه له هغو ښځو وم چې د ښځو د جرمونو د څېړنې څارنواله وم، خو له بده مرغه په کور کېناستم. هغه مهال مې ډېرې هڅې وکړې چې بې کاره پاتې نه شم او وزګاره ونه اوسم، د یوه کورني ښوونځي له جوړولو سره او نجونو ته د تدریس په برخه کې هڅه کوله چې خپل مسوولیت ادا کړم او هڅه مې کوله چې د خپلې کورنۍ لپاره یو عاید ولرم.»

نوموړې چې په وروستیو کلونو کې یې په هېواد  کې د څارنوالۍ د رییسې په توګه کار کاوه، وایي چې نه غواړي چې د ښځو څو کلنې لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي:«هغه جدي اندېښنه چې اوس یې لرم دا ده چې خدای مه کړه ونه شي ټولې دغه لاسته راوړنې چې په دې وروستیو کولنو کې مو ترلاسه کړې دي له یوې ډېرې بې شرمانه سیاسي معاملې سره واقع شي چې په دغو کلونو کې د ښځو د حقونو له لاسه وتل وي او همدارنګه ټولې ښځې همدارنګه د دې اندېښنه لري داسې نه چې داسې حکومت راشي چې له هغوی سره اغچ اخیستونکی چلند وکړي.»

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي هم وايي:«زه د هغې ښځې په توګه چې د طالبانو په دوران کې د رابعې بلخي په روغتون کې د کار تجربه لرم، په هېڅ ډول هغه طالبان چې له خپلې شل کلنې پخوانۍ مفکورې سره راستانه شي د افغانستان د خلکو، افغان مېرمنو لپاره د منلو نه دي. او د یوې سیاستوالې په توګه غواړم ووایم څلور مهاجران له بهرنیو پاسپورټونو سره راغلي دي او د جمهورت تر نامه لاندې سوله غواړي او سوله یې یرغمل نیولې ده دا هم د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.»

یو شمېر ښځې چې د طالبانو  د واکمنۍ پر مهال نړۍ ته راغلي دي او له ښځو سره یې د طالبانو د چلند په تړاو یوازې له نورو اورېدلې دي، د سولې د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړونو د قرباني کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي.
 
د کابل اوسېدونکې مزلفه کاکړ وايي:«موږ اندېښمنې یوو چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ونه وځي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک په لاسلیکېدو او د افغانستان اسلامي جمهورت او طالبانو تر منځ د خبرو په پېلېدو سره، ښځې په وروستیو دوو لسیزو کې د خپلو لاسته راوړنو د احتمالي قرباني کېدوپه تړاو اندېښمنې دي.

شریک یي کړئ