Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د تاوتریخوالي په پایله کې شپږ تنه وژل شوي

د هېواد په ۱۱ولایتونو کې په تازه تاوتریخوالو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ نور بیا ټپیان دي.

له دې ډلې کابل نن یو ځل بیا د کرنې وزارت پر موټر د نښلېدونکي ماین چاودنې شاهد و. چې له امله یې دوه تنه ټپیان شول خو نوموړی په خپله په دغه موټر کې نه و.

په پروان کې د ملي امنیت کارکوونکو موټر، په بلخ کې پولیسو او ولسي وګړو، جوزجان کې پولیسو او په کندوز کې ماشومانو ته په دغو چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره سم په هرات، بادغیس او تخار ولایتونو کې د درې تنو د ترور خبر ورکړل شوی دی.

په بلخ کې حیرتان بندر ته نږدې د پولیسو پر رنجر د ماین چاودنې او دغه راز چارکنټ ولسوالۍ کې له لېرې د کنټرولېدونکي ماین په چاودنه کې اته تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپیان شول.

 په چاریکار ښار کې د ملي امنیت پر یوه موټر په چاودنه کې یو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د پوځ په وینا په جوزجان کې د هاوان د یوې سرګلولې په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. له کندوزه را رسېدلی خبر وایي چې د دغه ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي دي.

په ارزګان کې د پوځ یو قومندان له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او په بادغیس کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې شپږ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو  ملي دفاع وزارت وایي چې طالبانو ته هم په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
بل خوا د هدفي ترورونو په لړ کې د هرات د انجیل ولسوالۍ د ولسي شورا رییس، په تخار کې یو ورزشکار او دغه راز د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د پراخیتایي شورا رییس د ناپيژاندو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ