Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه د افغانستان سولې لپاره ناسته جوړوي

د افغان سولې بهیر چټکتیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅو سره هم مهاله، ټاکل شوې تر راتلونکو نهو ورځو پورې مسکو هم په دې تړاو د ناستې کوربه‌توب ‌وکړي.

چارواکي تاییدوي چې د ولسمشر غني، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طابانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.

د ناستې ترسره کولو موخه دوحه کې د سولې خبرو چټکتیا ښودل شوې ده.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند، فریدون خوځون څرګندوي:«دغه کنفرانس ته د افغانستان ځينې شخصیتونه دعوت شوي دي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم دعوت شوی دی، اوس پر بحثونو بوخت دی چې په کې به ګډون وکړي او که نه؟.»

خو هغه زیاتوي چې روسیه د افغانستان سولې بهیر که مهم هېواد دی.

یوه سرچینه وايي چې ناسته د امریکا متحده ایالاتو سره په همغږۍ ترسره کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات هم د افغانستان سولې په تړاو د یوې نړیوالې ناستې په هڅه کې ده.

طلوع نیوز ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د استول شوي لیک یوه نسخه ترلاسه کړې چې په کې انټوني بلنګین افغان سیاستوالو ته د امریکا د وړاندیز شوې طرحې پخلی کوي او وايي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو له حضور سره، د افغانستان پر سوله د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه څرګندوي:"موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي."

ښاغلي لنکین زیاته کړه:"موږ به همدارنګه له ترکیې وغواړو چې په راتلوونکو اوونیو کې د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو (جمهوریت او طالبانو) د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي."

هغه ګواښ کړی چې په جمهوریت کې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي د منلو وړ نه دی. او دا کار په نوي یمې لسیزه کې د ناورین رامنځه کېدو لامل شو او داسې کار باید تکرار نه شي.

هغه ولسمشر ته وايي چې د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا لپاره له عبدالله عبدالله، حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره کار کول مهم دي.

ښاغلی بلنکین د پسرلني عملیایتو د پیل د مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کموالي د ۹۰ ورځنۍ طرحې له چمتووالي هم خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې په واشنګټن کې د امریکا د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې بهیر پای ته نه دی رسېدلی. او اندېښمن دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، اوضاع خرابه شي او د طالبانو لاسته د ډېرو سیمو د ورتلو لامل شي.

چارواکي تاییدوي چې د ولسمشر غني، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله په ګډون د هېواد یو شمېر سیاستوال دغې ناستې ته وربلل شوي دي

شریک یي کړئ