Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر یوې نهه کلنې نجلۍ د جنسي تېري ادعا

په کابل کې د یوې نهه کلنې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې یوه سړي پر دغې نجلۍ او ورسره پر یوې بلې ماشومې جنسي تېری کړی دی. 

دغه کورنۍ وایي چې دغه سړي دې نجلۍ ته  دیني سبق ورښوده. دغه نجلۍ اوس په روغتون کې بستر ده.

د دغې ماشومې خپلوان له چارواکو غواړې چې تېري کوونکي ته دې سخته سزا ورکړي. پولیس هم وايي چې تورن کس يي د ښار په درېیمه حوزه کې نیولی دی. 

دغې نجلۍ ته د زینب مستعار نوم غوره شوی دی. د ښوونځي د درېیم ټولګي دغه زده کوونکې د دیني علومو د زده کړې لپاره په لومړي ځل دغه سړي ته ورغلې وه، خو هغه پر دې او ورسره پر یوې بلې وړې نجلۍ تېری وکړ.
  
زیانمنه شوې نجلۍ زینب وايي:«شاګران هم وو، شاګردان ولاړل زه پاتې شوم بله وړه شاګرده هم وه د خورکۍ په عمر مې وه، له هغې سره یې هم بد کار وکړ او دویم یې له ما سره بد کار وکړ.»

د دغې نجلۍ کورنۍ چې ان د خپلې ماشومې لپاره د درملو د پېرلو پیسې نه لري وایي چې کله یې لور د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې کورته راغله، په خورا بد وضعیت کې وه او ژړل یې.
 
زیانمنه شوې نجلۍ زینب وویل:«په خپله په یوې بلې کوټه کې پټ شوی و درې نور کسان هم وو خپله یې په یوې بلې کوټه کې و.»

زینب اوس مهال د کابل په یوه روغتون کې بستر ده. ډاکټران هم وایي لومړنۍ موندنې ښيي چې پر دې نجلۍ تېری شوی دی.

د زینب ترور صدیقه هم وايي:«هغه ځای چې دی درس ورکوي یو سرای دی، دغه کس مو هماغلته پيدا کړ حوزې ته مو ټلېفون وکړ پولیسو ته مو تسلیم کړ.»

د زینب کورنې چې کله له پېښې خبره شوه نو له زینب سره دلته راغله او زینب په خپله په تېري تورن کس په ګوته کړ.
 
پولیس وایي چې تورن کس یې نیولی دی او اوس د عدلي طب د څېړنو نتیجې ته منتظر دي.

د دغې ماشومې خپلوان له چارواکو غواړې چې تېري کوونکي ته دې سخته سزا ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه