Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اشرف غني: هېڅوک نه شي کولای چې پر ځوانانو نظام تحمیل کړي

د احتمالي انتقالي حکومت د راتګ په هکله د بحثونو له زیاتېدو سره هم مهاله ولسمشر غني ګواښ کوي؛ هېڅوک نه شي کولای د خپلې خوښې وړ نظام د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر ځوانانو تحمیل کړي.

ښاغلي غني چې نن په ارګ کې د ځوانانو شورا د پرانستې په مراسمو کې وینا کوله، پر ملي یووالي او ملت جوړونې ټينګار وکړ.

ولسمشر وویل:«فرصت مو (ځوانانو) په دې کې دی چې د یوه عادل نظام ستنې ټینګې کړئ، لوری ورکړئ! له تاسو پرته، څوک وکولای شي هغه نظام چې ستاسو په خوښه نه وي در باندې تحمیل کړي؟»

ولسمشر غني د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې پر مالیې وزارت نیوکه کوي او وايي چې دغه وزارت په ځينو حکومتي ادارو کې یو ډېر شمېر پیسې د ځوانانو د لوړو معاشونو په ورکړې لګوي؛ خو د دغو ځوانانو وړتیاوې ټيټې دي او پیسې بې ځایه ځي.
 
ولسمشر اعتراف وکړ چې د مالیې وزارت څه باندې ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي:«د جمهوري ریاست په ګډون ځينې دولتي ادارې... ناکامې دي. موږ په دې برخه کې بریالي نه یوو؛ موږ باید اعتراف وکړو. بې ځایه معاشونه مو ورکړل چې پایله یې نه لرله.»
 
د ځوانانو د عالي شورا غړی احمد سهراب هم څرګنده کړه:«د ځوانانو د عالي شورا د رامنځته کېدو موخه دا ده چې یو څرګند او واضیح تعرف ولرو چې افغان ځوان څوک دی.»

د ځوانانو عالي شورا له څلورو برخو جوړه شوې ده او ۴۵ غړي لري. د دې شورا غړي په انتخابي او انتصابي ډول ټاکل شوي چې په بېلابېلو برخو کې به حکومت ته مشورې ورکړي.

شریک یي کړئ