یوه امنیتي سرچینه وایي، د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې اته تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو تېره شپه د زیباک ولسوالۍ په مرکز کې د سرکوهي پر پوستې برید کړی او د څو ساعتونو لپاره یې دغه پوسته کلابنده کړې وه.
سرچینه زیاتوي، په دغې نښته کې طالبانو ته هم زیان اوښتی خو کره شمېره یې لا روښانه نه ده.
د سرچینې په وینا، دغه پوسته د زیباک د امنیې قومندانۍ له ودانۍ د دفاع لپاره جوړه شوې وه او بېرته پوسته د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
امنیتي چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خو طالبانو بیا د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی.