د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، تېره شپه په دغه ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور یبا ټپیان دي.
هغه زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه دولس بجې د دغه ولایت د لعلپور ولسوالۍ د سدې سیمې په یوه مېلمستون کې شوې ده.
هغه زیاته کړې ده، چې دغه مېلمستون د طالبانو ډلې یوه پخواني غړي تفسیر پورې اړوند و او په دې پېښه کې دغه کس او ورو یې د درې تنو سره ووژل شو او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
هغه په دې تړاو نور جزییات نهدي وړاندې کړي.
لاتراوسه د طالبانو په ګډون هیڅ کومې ډلې د دغې برید مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.