Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان د راتلونکې په تړاو اندېښنې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړېکو کمیټې کې، د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ برخه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

امریکایي سناتوران له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د وضعیت په اړه له ښاغلي خلیل‌زاد وضاحت وغوښت او ویې پوښتل، که طالبان دغه هېواد بېرته ونیسي نو د ښځو برخلیک به څه شي؟

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړېکو کمیټې رییس باب منندیز ویلي:" باوري یم، که د طالبانو له‌خوا د افغانستان له نیولو وروسته؛ چې د مدني ټولنو د پرمختګونو او د ښځو د حقونو ملاتړو د لاسه تلو لامل شي نو د امریکا مشرانو جرګه به له دغه هېواد سره د همکاریو او په ځانګړې توګه د نړۍوال بانک له مالي ملاتړ نه ملاتړ کوي."

خلیل‌زاد امریکایي سناتورانو ته ویلي، چې د هغه په اند د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت به دومره ژر سقوط ونه کړي او د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته افغانان باید له دغه دوو غوراوېو یو غوره کړي، د سولې لپاره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل او یاهم اږدمهاله جګړه.

خلیل‌زاد ویلي، چې د طالبانو ډله کولی شي د تاوتریخوالي پرېښودو سره، په یوه سیاسي بهیر بدل شي او د سولې یوه هوکړه ومني.

هغه ویلي، که طالبان د یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په وړاندې خنډ شي او له پوځي لارې واک ته رسېدل غوره کړي، نو دغه ډله به د امریکا، د سیمې هېوادونو او د دغې هېواد د متحدینو له مخالفت سره به مخ شي.

خلیل‌زاد په دغې ناسته کې وویل، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو په صورت کې دغه هېواد سره مرستې او همکارۍ مشروط وي.

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سي‌ان‌ان شبکې سره په خپلې یوې مرکه کې ویلي، چې هیڅ یو لوری هم کورنۍ جګړه نه‌غواړي.

بلېنکن هغه پوښتنې ته چې ایا د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته به په افغانستان کې داسې یوه تشه رامنځ‌ته شي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شي او یاهم طالبان دغه هېواد بېرته په خپلې ولکه کې کړي؟ وویل: " بې له شکه دا یوه ممکنه سناریو ده."

هغه زیاته کړه: " هیڅوک هم له یوې نوې کورنۍ جګړې ګټه نه‌شي اخیستی. بې له شکه په دې جګړې کې د افغانستان د خلکو ګټه هم نه‌ده. نه د افغانستان دولت دا غواړي او نه هم طالبان. د افغانستان هیڅ یو ګاونډی هېواد دا نه غواړي. ان د افغانستان هغه ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې په دغه هېواد کې د اساسي ګټو په لټه کې ول."

هغه زیاته کړې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او هغوی چې د دغه هېواد په موضوع کې دخیله دي، په دغه هېواد کې له خپل نفوذ او ګټو څخه په استفادې باید پرېکړه وکړي چې د لوبې په ډګر کې ټول موارد په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو د مې پر لومړۍ نېټه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتو خبر ورکړی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او د امریکایي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د یک‌شنبې په ورځ ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر پیل شوی.

تمه کېږي، چې بهرني ځواکونو به د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمه به افغانستان خوشې کړي.

شریک یي کړئ