Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې د پوځ چاڼيزو عملیاتو دوام

د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بلخ، چهاربولک او شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو د پاکونې په پار چانیز عملیات دوام لري.

د بلخ پولیس وایي چې په دغو عملیاتو کې په دغو ولسوالیو کې د طالبانو له شتونه ۱۲ کلي پاک شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل‌شاه  عادل وايي چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه همدارنګه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې یو دولتي سرتېری هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

ښاغلي عادل په دې هکله زیاته کړه:«په دغو عملیاتو کې د دولت ۱۸ مخالفین وژل شوي او ټپیان شوي دي. ۴۲ تنه شکمن کسان چې ډېریو یې د طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود نیول شوي او له دوی پلټنې روانې دي. ورته مهال د لویو لارو او د بلخ او چهاربولک ولسوالیو په اوږدو کې ۱۲ کلي د دولت له مخالفینو پاک شوي دي.»

له بل لوري، په دې ورځو کې په خواله رسنیو کې د طالبانو د استخباراتو مدیریت تر سرلیک لاندې داسې یو لیک لاس په لاس کېږي چې په کې لیکل شوي که چېرې په مزارشریف کې د فحشا مرکزونه، قمار خونې او د شراب جوړولو کارخونې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ نو تر دې وروسته به په نښه شي؛ خو لا هم دغه لیک د طالبانو له لوري په رسمي توګه نه دی تایید شوی.
 
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وايي:«هغه رپوټونه چې موږ یې لرو هو، دا مرکزونه د بلخ ولایت په کچه په ځینو برخو کې موجود دي. په تېرو اوونیو کې موږ ډېرې نیونې لرلې، چې د بلخ د جنايي امریت له لارې تاسو ته رپوټ درکړل شوی او خبر یې نشر شوی. موږ له دوو قمار خانو د ۴۲ کسانو نیونه لرلې ده. د قمار خونو نوملړ هم چمتو شوی او جنايي مدیریت ته په پوځي جلسه کې دنده ورکړل شوې چې د قمار دغه مرکزونه لېرې کړل شي. موږ د فشحا د مرکزونو شتون او نشتون نه ردوو. شونې ده چې موجود وي، خو کله چې تثبیت شي د هغو ځایونو له ډلې ده چې باید فعالیت ونه لري. او فعالیت یې ناقانوني دی.»
 
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له مزارشریف سره د بلخ، چمتال، دولت اباد او چهار بولک ولسوالیو لارې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د بلخ اوسېدونکی سید غوث‌الدین وايي:«له دشت شور څخه ښکته تللای نه شو، درې کاله کېږي چې زه خپلې ولسوالۍ دولت اباد ته نه شم تلای. »

د بلخ بل اوسېدونکی ثمرالدین هم زیاتوي:«خلک اندېښنه لري چې جګړه زیاته نه شي. خلک سوله غواړي، ارامي او سوکالي غواړي.»
 
په دې ورځو کې د بلخ ولایت اته ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.  د بلخ د والي په وینا، د زارې، دولت اباد، چهار بولک، چمتال او کشندې ولسوالیو د محکمو او څارنوالیو د کارکوونکو په ګډون ځینې نور دولتي کارکوونکي خپلې چارې په مزارشریف ښار کې مخته وړي.

په بلخ کې د نا امنیو له ډېرېدو سره جوخت اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین وايي چې، له یوې اوونۍ راهیسې یې د بلخ، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو په ګډون د دغه ولایت په ځینو نورو زیان منونکو سیمو کې د شاهین ۳۲۰ عملیات روان دي.

شریک یي کړئ