Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغان سولې په هکله غونډه جوړوي

تمه کېږي چې تر څو ساعتونو امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغان سولې په هکله د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د چین او پاکستان استازی د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د سولې په هکله سره غږېږي.
                
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وویل:«موږ هڅه کوو چې طالبان متقاعد کړو چې یوځل بیا پر اوضاع بیا غور وکړي، له امریکایانو سره جوړ جاړی وکړي او د جګړې له سناریو ډډه وکړي. له طالبانو سره د دوحې په مذاکراتو کې، د دغې ډلې پر فصلي بریدونو به هم بحث وشي او له هغوی به هیله وکړو چې تاوتریخوالی کم کړي او فصلي (د اوړي) بریدونه ودروي.»

په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له درېدو سره همهاله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دوحې ته تللی دی.

د دواړو لورو پلاوي له خلیل زاد سره د افغانستان د وضعیت او سولې بهیر په هکله د خپلو استازو د کتنې خبر ورکوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوی غړې فوزیه کوفي څرګندوي:«زموږ هیله دا ده چې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د سیمې په ملاتړ زموږ ګران دوست پاکستان معنی دارو مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرلو لپاره له خپل فشار او نفوذ نه کار واخلي او هغوی اړباسي چې پر اوربند موافقه وکړي.»

خو ځينې ټینګار لري چې له سیمه ییزې اجماع او د پاکستان له ريښتوني رول پرته سولې ته د افغانستان رسېدل ناشونې دي.

امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترویکا په مخکنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د بیاجوړېدوملاتړ نه کوي او له حکومت او د ملي روغې جوړې له عالي شورا یې وغوښتل چې د طالبانو له استازو سره په علني توګه د سولې د یوې حل لارې په تړاو د مذاکراتو له لارې پایلې ته ورسېږي.
 
شریک یي کړئ