د زابل ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان وایي، تېره شپه طالبانو د کلات ښار پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې درې پولیس وژل شوي او دوه تنه نور پولیس سرتېري بیا ټپیان دي.
په همدې حال کې، په زابل کې پوځي چارواکي وایي، په دغې نښته کې ۹ تنه طالبان وژل شوي.
د دغې نښتې ځینې اخېستل شوي انځورونه ښیي، چې امتیتي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره د طالبانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړی.
سرچینې طلوعنیوز ته وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، هره ورځ د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې له ۱۱ تر ۴۸ پورې پوځیان او ولسي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي.
د دغو مالوماتو پر بنسټ، د روان کال د اپریل په ۱۵مه کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکایي ځواکونو د وتو نېټه اعلان کړه - تر ۳۰ د اپریل د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ۲۲۶ پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي دي.
له ډې ډلې نږدې ۶۹ تنه یې ولسي وګړي دي او ۱۵۷ تنه نور یې بیا پوځيان دي.