Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد:د بهرنیانو له پوځي حضور وروسته به هم هوايي ملاتړ دوام ومومي

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور له پایته رسېدو وروسته به هم له افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ دوام ومومي.

اسدالله خالد چې له څو میاشتنۍ درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې وویل، افغان ځواکونه به د هېڅ ځای د سقوط کېدو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي خالد وویل:«نه دغه هېواد د دښمن لاس ته لوېږي. موږ ښه تجربه لرو او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د اردو د پاشلو لامل شي.»

هغه زیاته کړه:«نړۍ او ناټو له موږ سره تړون لري. حتا د اړتیا په وخت کې - هر کله چې موږ وغواړو او اړتیا ولرو - ښايي د هغوی هوايي ځواکونه په هغه ځای کې چې اړتیا ده له موږ سره مرسته وکړي.»

له دې سره سم، د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، سره له دې چې، په دې ورځو کې ډله ییز بریدونه کم شوي؛ خو بیا هم افغان ځواکونه باید د طالبانو نورو بریدونو ته ګوته په ماشه وي.
        
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قومندان هیبت الله علي زی هم څرګندوي:«طالبان دې ارغنداب، قره باغ، هلمند دې په یاد کړي. هغوی تل کله چې له ځانګړو ځواکونو، ګومانډو سره مخامخ شوي دي سخته ماته یې خوړلې ده او ډېره مرګ ژوبله یې ورکړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې جګړې روانې دي او د ملي دفاع وزارت د شمېرو پربنسټ دم ګړۍ د هېواد په څه باندې لس ولایتونه د جګړې شاهد دي.

پروان یو له دغو ولایتونو دی چې په دغو ورځو کې د ناامنیو شاهد دی، په دغه ولایت کې نن یوځل بیا څلور امنیتي پېښې شوې دي.

د دوو پوځيانو پر ترور سربېره، طالبانو په کوه صافي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو یوه پوسته تر نیولو وروسته وسوځوله، خو په شینوارو ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو د دې ډلې په برید کې څلور پولیس سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.
 
د پروان د ولایتي شورا رییس امین الله شکوري وايي:«د پولیس ځواکونو دوه رنجر موټر په غوربندونو کې په نښه شول. همدارنګه په مرکز او د پروان د مرکز په شاوخوا کې هدفي وژنې شوې دي.»

د هېواد په نورو سیمو کې هم د نا امنۍ پېښې شوې دي. طالبانو پرون شپه د بغلان، بدخشان، هلمند، زابل، فاریاب او هلمند پر ځینو  سیمو بریدونه وکړل، خو امنیتي ادارې وایي چې دغو بریدونو مرګ ژوبله نه لرله.

پخوانی نظامي عتیق الله امرخېل په دې هکله څرګندوي:«په یوه ولایت کې فشار راوړل کېږي، ځواکونه هغه ولایت ته ځي. په بل ولایت فشار راوړل کېږيو وروسته بیا ځواکونه د هغه ولایت په لور درومي؛ دا د دې لامل کېږي چې ځواکونه ستومانه شي.»

د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل وروسته، د تمې پر خلاف په هېواد کې جګړې زور واخیست. ټاکل شوې ده چې تر سپټمبر میاشتې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ خو رسنیو رپوت ورکړی دی چې شونې ده د امریکا ۶۰۰ سندري ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

شریک یي کړئ