د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي عبدالاحد ایلبیک نن (سهشنبه د غبرګولي په ۱۸ مه نېټه) ویلي، چې تېره شپه ناوخته طالبانو د دولتاباد ولسوالۍ پر مرکز ولکه ټینګه کړه.
ایلبیک وایي، د دولتاباد ولسوالۍ مرکز کې لسګونه دولتي سرتېري وو، چې ځینې یې راوتلي او د ځینو په هکله تراوسه معلومات نهشته.
د فاریاب د ولایتي شورا د دغه غړي په وینا، دولتاباد ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.
د فاریاب ولایت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دوه ورځې وړاندې هم، د فاریاب په یوه بله ولسوالۍ قیصار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې نتیجه کې یې طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز خپل کنټرول کې کړ.