Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سکاټ مېلر: طالبان د جګړې له لارې بری نه شي موندلی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي، له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو تر بشپړې وتنې پورې به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال سکاټ مېلر زیاتوي، د طالبانو له لوري د جګړې پراخول به سولې ته د رسېدو بهیر لاپسې ټکنی کړي.

د نوموړي په وینا، طالبان د جګړې له لارې بری نه شي موندلی او باید دغه بې مخینه جګړه ودروي.

هغه همداراز په ډاګه کړې چې، ډېر ژر به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومنداني یوه بل قومندان ته وسپاري.

په دې خبرې غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان په افغانستان کې د طالبانو له لوري په بې مخینې ډول د تاوتریخوالي پر زیاتېدو نیوکه کوي او وایي چې طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدلای او باید له تاوتریخوالي لاس واخلي. 

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر وویل:«دا یوه سیاسي حل لاره ده چې افغانستان ته سوله راولي. یوازې په تېرو شلو کلونو کې نه بلکې په تېرو دوه څلوېښتو کلونو کې جګړه روانه ده، نو سیاسي حل لاره ورته اړېنه ده.»

دغه امریکایی جنرال د طلوع نیوز د دې پوښتې په ځواب کې چې که طالب جنګیالي هڅه وکړي د کابل په ګډون ښارونه په زور ونیسي، د امریکایي  ځواکونو غبرګون به څه وي، وایي چې دا ډول څه د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي:«کړي، که دا کار وکړي، هغه ټول کارونه چې په دوحه کې د مذاکراتو په تړاو شوي او له نړۍوالې ټولنې سره یې ژمنه شوې، له پوښتنې سره مخ کېږي»

ښاغلی مېلر وایي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندانۍ مسوولیت یوه بل قومندان ته وسپاري او له افغانستانه به ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه:«پوځي بریالیتوب د هېچا په ګټه نه دی، یعنې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی، موږ د دوحې د هوکړه لیک له مخې  د افغان ځواکونو د ملاتړ او تجهیز او دغه راز پر دغو ځواکونو د برید په صورت کې له هغوی د دفاع توان او صلاحیت لرو.»

دغه امریکایي جنرال وايي چې لا څرګنده نه ده چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د وضعیت په خرابېدو سره امریکا د افغانستان لپاره څه وکړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو مالي ملاتړ او هغوی ته د تجهیزاتو برابرول هغه ژمنه ده چې امریکا په دوامداره توګه پرې ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه