هلمند کې د جګړې زور اخېستو او دغه ولایت کې د خلکو بېځایه کېدو سره سم، د هلمند ولایت ځینې اوسېدونکي کابل ته راغلي، چې مرکزي حکومت، ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې ته خپل غږ ورسوي.
دوی نن کابل کې د یوناما دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل یې چې ملګري ملتونه دې د طالبانو د جګړې او د خلکو د بېځایه کېدو مخنیوی وکړي.
یوه اعتراضکوونکي محمد جامع ویلي:«پر طالبانو دې فشار راوړل شي، چې تاوتریخوالی بس کړي. ملګري ملتونه دې غلي نه کېني او باید لاس په کار شي.»
د هلمند ولایت یوه بل اوسېدونکي نورمحمد ویلي:« ۴۰ کاله وشول چې هېواد کې مو جګړه ده. جګړه کې هېڅ ګټه نهشته. موږ جګړه نه غواړو – خلک له جګړې ستړي دي.»
دغو هلمندي معترضینو، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي استازې ته یو لیک هم واستوو او پهکې یې د اوربند او پر سوله د مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې.
اعتراضکوونکي وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې دوام ته هېڅ دلیل نهلري.
د هلمند یوه اوسېدونکي تاجمحمد ویلي:«زه پرون له هلمند نه راغلم. خلک په اندېښنه کې دي. چېرې دی اسلامیت؟ چېرې دي مسلمانان؟!»
یوه بل معترض نذیراحمد ویلي:«امریکایان هم لاړل. نور بهرنیان هم لاړل. اوس جګړه د څه لپاره؟ نو که جګړه د بهرنیانو د موجودیت په غبرګون وه، هغوی خو لاړل. جګړه باید بس شي او اوربند دې وشي.»
وروستیو څو اوونیو کې هلمند کې ناامني ډېره شوې او طالبانو د دغه ولایت ځینو ولسوالیو کې جګړې ته زور ورکړی دی، خو د نورو ولایتونو خلاف، دې وروستیو کې سویل لوېدیځو ولایتونو کې طالبانو یا هېڅ کومه ولسوالي نهده لاندې کړې یې او یا یې که لاندې کړي هم دي، شمېر یې کم دی.