د توت نهم فېسټيوال د پنجشېر ځینو اوسېدونکو، فعالانو او همدارنګه د کابل ځوانانو په حضور کې په پنجشېر کې جوړ شو.
سیمه ییزې لوبې، د انځور ننداره او سنتي سرګرمۍ د دغه فېسټیوال نور پروګرامونه وو چې نندارې ته وړاندې کړل شول.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالودود علي مردان وايي:«موږ د هېواد د خلکو په منځ کې د خوشحالۍ، خوښئ او یووالي د رامنځته کولو په لټه کې یوو هغه هم په دغو جنګي شرایطو کې.»
د پوهنتون استاد او د دغه فېسټیوال ګډونوال بهاءالدین څرګندوي:«د ښادۍ ښودل، په واقعیت کې د ښادو او ځواکمنو کسانو نښانې دي.»
د ټوپک لوبه یوه سیمه ییزه لوبه ده چې د خوښۍ په مناسبتونو په تېره بیا ودونو کې کېږي.
د آستانې د شورا رییس عبدالرشید وايي:«دا فېسټيوال یوه ډېره ښه موکه ده چې د خلکو پېژاند، کلتور او شته یې انعکاس شي.»
قرصک د پنجشېر د خلکو یوه بله ځایي لوبه ده چې په دغه فېسټيوال کې وشوه.
خو د قرصک دا لوبه چې دغه ځوانان یې د توتانو په نهم فېسټيوال کې تر سره کېږي، د دغه کلتور اصل ګڼل کېږي.
هغو مېرمنو چې د کلیوالي اقتصاد له پروګرام سره یې کار کړی دی، د آستانې په ځنګله کې یو فېسټيوال جوړ کړی دی.
د کلیوالي اقتصاد د پروګرام کارکوونکې فرزانه رسولي وايي:«دغه فېسټيوال له سوداګرو ښځو سره مرسته کړې ده چې خپل محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي او له هغې عاید ولري.»
توت په افغانستان کې د دوبي مېوه ده. د توتانو ونې په معتدلو او ګرمو ځایونو کې حاصل ورکوي. توتان ډېر لږ عمر لري او په پخېدو سره یې باید ډېر ژر راټول کړای شي.