Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مساپرو سرتېرو د اختر لومړۍ ورځې کیسه

په هرات کې د پوځ یو سرتېری چې درې کاله کېږي، دنده کې دی او کور ته نه‌دی تللی وایي، تمه یې وه چې سږني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند اعلان شي او دی به کور ته لاړ شي، خو داسې و نه‌شول.

ګل نظر د تېرو څلورو کالو راهیسې د پوځ سرتېری دی، خو وایي یو اختر یې هم کور کې نه‌دی تېر کړی.

دی چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ دی، د تېرو درېیو کالو راهیسې د هېواد لوېدیځ کې دنده لري.

ګل نظر ویلي:«څلور کاله کېږي چې دنده کې یم خو درې کاله وشول چې رخصتي مې نه‌ده کړې. د وطن خدمت لپاره دلته یم. تل به د خلکو ساتنه کوم.»

ګل نظر وایي، د اختر ورځو کې به چې اوربند اعلانېده نو کرار به و، خو سږني اختر کې د نورو ورځو په څېر وسله په لاس د هرات ښار ساتنه کوي.

ګل نظر ویلي:«که د اختر ورځو کې یې اوربند کړی و، ډېره به ښه و. لږ تر لږه د اختر ورځې به مو خوشاله تېرې کړې وې.»

د ګل نظر ملګري هم د جګړې په ډګر کې، طلبان سره جګړې لپاره ګوته په ماشه دي.

د اختر په لومړۍورځ سرتېرو ځانونو لپاره د میوو دسترخوان هم غوړولی دی.

خو تقریباً خالي دسترخوان، داسې حال کې چې حکومت سږنی اختر د سرتېرو اختر اعلان کړی دی.

حضرت نبي ملي اردو سرتېری دی. هغه ویلي:«د خلکو د امنیت لپاره راوتلي یوو. تر څو چې مو وجود کې یو څاڅکی وینه وي، د خلکو او وطن نه دفاع کوو.»

د پوځ یوه بل سرتېري حسن علي ویلي:«موږ شپه او ورځ خلکو ته خدمت کوو او د ناامنۍ اجازه چاته نه ورکوو.»

هرات کې لوی جامع مسجد ته سلګونه خلک ورغلي او ویل یې، حکومت او طالبانو چې اوربند و نه کړ، خواشیني کړي یې دي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد رفیع قاري‌زاده ویلي:« له ښکېلو خواوو غواړو چې د اختر ورځو کې دې خلک نه کړوي – سوله دې وکړي چې اختر ښه تېر شي.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي محمد ویلي:«قطر ته لاړل خو بې‌نتیجې او تش لاس راغلل. زموږ تمه دا وه، چې لومړی به د اختر درې ورځې اوربند کېږي او بیا به دایمي اوربند کېږي.»

په اختر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند نه اعلانېدل د دې لامل شوی، چې امنیتي ځواکونو د اختر ورځو کې تیارسۍ واوسي.

شریک یي کړئ