Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لښکرګاه کې د جګړې دوام؛ دعملیاتو په اړه د ملي پوځ قومندان خبرداری

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات نن له غرمې وروسته (سې شنبې، د زمري ۱۲مه) په یوه غږیز پیغام کې د لښکرګاه له اوسېدونکو غوښتي دي چې په دغه ښار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې پرېږدي.

جنرال سادات په دغه پیغام کې په لښکرګاه ښار کې د طالبانو په وړاندې د پراخو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې د هېوادوالو خوندیتوب د دوی لپاره مهم دی له همدې امله د عملیاتو له پیل مخکې یې، اطلاع رسونه وکړه.

له شپږو ورځو راهیسي لښکرګاه ښار د جګړې په اور کې سوځي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه په لومړنی امنیتي حوزه کي په شدت سره دوام لري. هلمندیان وايي په لښکرګاه کې د ملکي وګړي په ډېرو سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېر وي.

ځايي سرچيني وايي د هلمند د امنیه قومندانی، د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او مرکزي محبس ودانیو پرته چې د ښار په لومړی امنیتي حوزه کې د ښار نورې برخې د وسله والو طالبانو په واک کې دي، او  پر دغو دولتي ودانیو د طالبانو له لوري درانه بریدونه دوام لري.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی کریم اتل وايي:«وضعیت خراب شوی دی، دم کړۍ د والي د دفتر او د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه او ځينو نورو ځایونو کې دوام لري. طالبان د خلکو له کورونو د ډال په توګه استفاده کوي.»

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په دغو برخو کې هوايي بریدونه هم ترسره کړي دي او ټينګار یې کړی:«د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره زیاته کړه.»

سرچیني وايي دوه ورځې مخکې د لښکرګاه ښار د لومړی امنیتي حوزې د پولیسو امر عبدالباقي بارز چې طالبانو يې د کورنۍ غړي برمته کړي وو، او وروسته نوموړی هم له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د لښکرګاه ښار په تازه خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د ښار پر یو شمېر ګڼ مېشتو سیمو کې هوايي بریدونه شوي دي. او د ځینو وژل شویو کسان مړي په کوڅو او سړکونو کې پراته دي او د خوندي کولو لپاره يي څوک نشته.

د یوناما د راپورونو له مخي په تېرو درېیو ورځو کې د جګړي پرمهال په لښکرګاه ښار کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مهاله امنيتي ځواکونو له لوري په لښکرګاه ښار کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د مخنیوي په عملیاتو کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

امنیتي سرچینې وايي چې د جګړې له امله په سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ټولو ځايي رسنیو چې څلور ټلوېزیونه او ۱۲ راډیوګانې په کې شاملېږي، نشرات په ټپه درېدلي دي.
 
د هلمند د ۱۳ ولسوالیو له منځه ۱۲ ولسوالی او د ښار ۹ امنیتي حوزي د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

شریک یي کړئ