د رویټرز خبري ازانس د ایسنا د رپوټ پر بنسټ لیکلي، چې د افغانستان پولې ته نژدې د روسیې، تاجکستان او ازبکستان ګډ پوځي تمرینونه، چې له افغانستان نه احتمالي ګواښونو ته د چمتووالي په موخه وو، بشپړ شوي.
بلخوا اسوشیټډ پریس خبري اژانس رپوټ خپور کړی، چې دغه پوځي تمرینونه افغانستان سره د تاجکستان پوله، حربمیدان کې ترسره شوي دي.
رپوټ کې راغلي، چې دې تمرینونو کې روسۍ الوتکو په ازمېښتي توګه ځینې ځایونه په نښه کړي دي.
د روسیې پوځ اسوشیټډ پریس ته ویلي:"دا تمرینونه په افغانستان کې د احتمالي بېثباتۍ او د احتمالي ګواښونو د دفعې لپاره ترسره شول."
د روسیې پوځ وایي، چې ځواکونو یې په تاجکستان کې د بېلابېلو وسلو تمرین کړی دی.
دې رپوټ کې راغلي، چې روسیې ژمنه کړې که ملګرو هېوادونو ته یې له افغانستان نه خطر پېښ شو، نو دوی به مرستې ته وردانګي.
وړاندې په ازبکستان کې د روسي او ازبکستاني سرتېرو ګډ نظامي تمرینونه هم ترسره شوي وو.
دا ټول داسې مهال، چې د افغانستان شمال کې جګړې تر بل هر وخت زور اخېستی.