کابل کې د ایمرجنسي روغتون ته په تېرو ۲۴ ستاعتونو کې د راوړل شويو ناروغانو شمېر معلوم دی، خو په پنجشېر کې یې روغتیايي مرکز ته د وروړل شویو ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی.
د ایمرجنسي روغتون په یوه بیان کې ویلي، چې اوس اوس ۳۷ تنه ناروغان وروړل شوي، چې له منځه یې د پینځو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی او بستر شوي.
په بیان کې زیاته شوې، چې روغتون په تېرو څو ورځو کې خورا بوخت وو او یوازې د کمو کسانو په معیارونو برابر درملنه یې کړې.
کابل کې د ایمرجنسي روغتون طبي همغږي کوونکي البرټو زینین ویلي:"داسې ښکاري، چې په کابل ښار کې وضعیت په ښه کېدوی دی، خو له بده مرغه په هوایي ډګر کې د خلکو د ګډوډۍ له کبله حالت ښه نه دی. هلته چې څه پېښېږي بوږنوونکي دي."
نوموړي ویلي:"له بده مرغه د پنجشېر په عنابه کې زموږ روغتون کې د جګړې له کبله د ژوبلو کسانو شمېر زیات شوی او موږ د ژوبلو د درملنې لپاه نور ځایونه برابر کړي. بل خوا داسې ښکاري په لښکرګاه کې زموږ روغتون نسبي ټیکاو لري. موږ ډاډه یوو چې نوي چارواکي به موږ ته اجازه راکړي، چې خپل کار ته دوام ورکړو، ځکه چې دا هېواد تر بل هر وخت اوس موږ ته ډېره اړتیا لري."