Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل مېشتي: د عامه خدمتونو ادارې دې ژر ترژره پرانیستل شي

د کابل اوسېدونکي وایي دوی عامه خدمتونو ته زښته زیاته اړتیا لري او باید ژر تر ژره دې ملکي ادارې بېرته د کارکوونکو پرمخ پرانیستل شي.

په کابل کې عامه خدمتونه د حکومت له پرځېدو وروسته په ټپه ولاړ دي او دې حالت پراخې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

په ورته وخت کې طالبان وایي چې دوی دغې ستونزې ته متوجه دي او ډېر ژر به په ټول هېواد کې عامه خدمتونه له سره پیل شي.  

د نفوذ د احوال ثبت ادارې اعلان کړی و چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ به خپلو عادي کارونو ته دوام ورکړي؛ خو لیدل کېږي چې دغه اداره لا هم تړلې ده.

د کابل اوسېدونکی نظیف الله وايي:«زه دا څو ورځې کېږي چې په پرلپسې توګه خپلې تذکرې پسې راځم، هر څه یې خلاص شوي او چاپ ته تللې وه ؛خو دا داره بنده ده او زه تذکرې ته اړتیا لرم.»

د کابل بل اوسېدونکي مرتضی هم وویل:«هېڅ کارمند د وګړو د ثبت او مالوماتو ادارې کې نشته، په بشپړه توګه دا اداره بنده ده او خدمات یې هم نشته دی. هیله ده چې ژر تر ژره د خلکو مشکلاتو ته رسیده ګي وشي او خدماتي ادارې خلاصې شي.»

د پاسپورټ ریاست هم یو له دغو ادارو دی چې خدمات یې په ټپه ولاړ دي.

د کابل اوسېدونکی اسدالله څرګنده کړه:«بایومېټریک مې کړی و، پیسې مې بانک ته تحویل کړې وې او یوازې د پاسپورټ چاپ ته منتظر وم. اوس د پاسپورټ اداره بنده ده چې زما کار هم پاتې دی. دلته ډېر خلک هره ورځ د پاسپورټ ریاست ته راځي؛ خو دروازې بندې وي او بېرته ناهیلې کورونه ته ګرځي.»

کابل مېشتی واصل وویل:«پاسپورټ د ژوند یو مهم ضرورت دی، ما هم د پاسپورټ اخیستلو لپاره خپلې کورنۍ سره پروسه مخته وړې وه؛ خو اوس هر څه بند دي. طالبانو څخه مې غوښتنه ده چې د پاسپورټ ریاست په ګډون ټولې خدماتي ادارې فعالې کړي.»

طالبان بیا د ځینو ملکي ادارو د کار د پیل یادونه کوي او ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به یو شمېر نور ملکي ادارې هم د خدماتو وړاندې کولو لپاره د خلکو پرمخ پرانېزي.

د طالبانو فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق زیاتوي:«دې موضوع ته زمونږ پام شته، ځنې ادارې خلاصې شوي او عملا خدمات وړاندې کوي او یو شمېر نورې به په نږدې ورځو کې پرانېستل شي. انشاالله خلکو ته به بېلابېلې ادارې ژر تر ژره بهتر خدمتونه وړاندې کړي.»

د خلکو غوښتنه دا ده چې طالبان دې له افغان سیاستوال سره په ګډه ژره تر ژره د واک تشه ډکه کړي او د خلکو پرمخ د ملکي ادارو له پرانېستل کېدو سره سم باید خدمات وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه