شله کاله مخکې د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ ایتلاف د القاعده د ځپلو له شعار سره پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې را نسکور کړ.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ناټو ۵۰ هېوادونو ماموریت درلود چې تر ۲۰۱۴ کال پورې یې۱۴۰ زره سرتېرو شتون درلود، خو په ۲۰۲۱ کال کې د دغو سرتېرو شمېر ۱۰زرو ته، بیا وروسته ۲۵۰۰ تنو ته ورسېد.
د دوه زرو لومړي زیږدیز کال په یوولسمه القاعده شبکې په امریکا کې د نیویارک پر برجونو بریدونه وکړل. امریکايي چارواکو ویلي وو چې دغه بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو.
د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو. د هماغه کال په پای کې د امریکا ولسمشر اوباما له افغانستانه د یو شمېر امریکایي ځواکونو د وتلو امر صادر کړ.
امریکا متحده ایالتونو او د ناټو او نړۍوالې ټولنې ۵۰ غړو هېوادونو د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته افغانستان ته خپل سرتېري راولېږل.
امریکا متحده ایالتونه د ناټو د غړو هېوادونو په همکارۍ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر څه باندې درې سوه زرو تنو ته ورساوه او بالاخره ناټو او امریکا په دوه زرو څورلسم میلادي کال کې خپل پوځي ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورساوه.
شمېرې ښيي چې په تېرو شلو کلونو کې شاوخوا دوه زرو څلور سوه تنه امریکايي پوځان او شاوخوا شپېته زره تنه دولتي سرتېري وژل شوي دي. او بالاخره د دوشنبې په شپه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره امریکا متحده ایالتونو خپل شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.
په دې اړه مو اندونه