د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې د دولتي پوهنتونونو د پرانیستو کړنلار چمتو شوې ده او په پوهنتونونو کې تر ګومارنو وروسته به، هېواد کې ټول دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي.
د اطلاعالتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړي جواد څارګر وویل:«اوس له کړنلارې وروسته په دولتي پوهنتونونو کې پر نویو ګومارنو کار روان دی چې له دغو ګومارنو وروسته درسونه پیلېږي.»
ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت پخواني چارواکي ادعا کوي چې، د نجونو او هلکانو د ګډو زده کړو په سر شخړې د پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره خنډونه دي.
ځينې زده کړیالان چې د ښږني کانکور له لارې پوهنتونونو ته لار موندلې ده له دغه وضعیته شکایت کوي.
له دې ډلې عبدالله چې سږکال د خپلې خوښې پوهنځۍ یعنې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ ته بریالی شوی؛ خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دولتي بنسټونه د زده کړیالانو پر مخ تړلي دي.
نوموړی وايي:«ما له ډېرو اقتصادي ستونزو سره زده کړې وکړئ خو اوس مې چې پوهنتون ته لار موندلې ده له ناروښانه برخلیک سره مخامخ شوو.»
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳۲ دولتي پوهنتونونه فعالیت لري؛ خو دا چې، تړلي پاتې دي؛ نو ورسره د زرګونه زده کړیالانو راتلونکی برخلیک هم روښانه نه دی.
صابره چې، بیا د کابل پوهنتنون د ژورنالیزم پوهنځي د وروستي کال محصله ده وايي، که دولتي پوهنتونونه ژر تر ژره بېرته فعاله نه شي؛ نو ډېری ځوانانو به د زده کړو له دوامه ناهیلي شي.
صابره سعیدي زیاتوي:«دا څوم ځل دی چې پوهنتونونه تړل کېږي، دوه ځلې د کورونا له امله او دا ځل هم د حکومت د پرځېدو له امله، ټول زده کړیالان په افغانستان کې د خپلو زده کړو له دوامه ستومانه شوي دي.»
د لوړو زده کړو وزارت پخوانی ویاند حامد عبیدي هم څرګندوي:«په لوړو زده کړو وزارت کې په ګډه توګه د نجونو او هلکانو زده کړو پر سر اختلاف، د دولتي پوهنتونونو د تړلو پاتې کېدو لامل شوی دی.»
د دولتي پوهنتونونو د تړل پاتې کېدو له امله اندېنښې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، د خصوصي پوهنتونونو روزنیز بهیر د لوړو زده کړو وزارت له نویو شرایطو سره د وږي پر پنځلسمه پیل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه