د پيسو نړیوال صندوق وايي چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال تر ۳۰ سلنه ځوړ سره مخ شي او دا ځوړ به د کډوالۍ د ډېروالي لامل شي.
د آی ام آیف په وینا د افغانستان د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره به د کډوالۍ کړکېچ پراخه شي او دا کار به په سیمه کې هم د کړکېچ او ناورین لامل شي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پیسو د نړۍوال صندوق د وړاند وینې له مخې، سره له دې چې، له کورونا وبا وروسته د نړۍ اقتصادي وضعیت بېرته مخ په ښه کېدو روان دی؛ خو افغانستان او لبنان د هغو هېوادونو په توګه یاد شوي چې، اقتصادي وضعیت یې چندانې ښه نه دی.
د دغې وړاند وینې له مخې، په افغانستان کې د اقتصاد د ۳۰ سلنې رکود کېدو لامل ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې له ناورین سره تړل شوی دی. په دې راپور کې د تورم له ډېرښته هم یادونه شوې ده.
په منځي ختیځ او مرکزي اسیا هېوادونو کې د پیسو د نړۍوال صندوق د مدیر څېړونکی جهاد آزور څرګنده کړه:«د تورم له ډېرښت سربېره د تیلو د بیو ختل او په ځانګړې توګه د خوراکي توکو د بیو لوړېدل واردوونکي هېوادونه هم تر خپل اغیز لاندې راوستي دي.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو کارپوهان د نړۍوال بانک او د پیسو د نړۍوال صندوق خبرداری اندېښمنوونکي ګڼي او وايي چې، په دې برخه کې بې غوري به د هېواد د اقتصاد پاشل کېدو ته زمینه برابره کړي.
د هېواد د اقتصادي وضعیت له ډېر خرابېدو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، اوس اوس امریکا د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو له دوامه خبر ورکړی دی.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د امریکا پر دغې چارې له نیوکې سربېره وايي، د اوسني اقتصاد د ښه والي لپاره د دغه هېواد د ټولې شتمنۍ له ازادولو سربېره نړۍ باید په مالي برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
په دې اړه مو اندونه