Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکیمي: د اسلامي امارت ځواکونو له لیکو ۱۱۰ کم عمره کسان ایستل شوي

د اسلامي امارت د لیکو د چاڼ(تصفیې) کمېسیون رییس وايي چې د چاڼ بهیر له پیله تراوسه ۱۱۰ تنه کم عمره ځواکونه د اسلامي امارت له ځواکونو ایستل شوي دي.

د تصفیې کمېسیون رییس لطیف الله حکیمي وايي:«هغه کسان چې ږیره نه ونه لري که چېرې عمر یې له شلو کلونو هم لوړ وي، موږ هغوی د امنیتي ځواکونو له لیکو وباسو او هغوی ته په لیکو کې ځای نه ورکوو.» 

له دې سره سم، د ملي دفاع وزارت د څېړنو او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مرستیال وايي، په اردو کې د کم عمره کسانو حضور د منلو نه دی.

د دفاع وزارت د څېړنو او شکایتونو د اورېدو کمېسون مرستیال مولوی  صبغت الله لطیفي وویل:«د لیکو د تصفیې د مشرتابه د لایحې پر بنسټ، نامطلوبه او تر کم عمره کسان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځای نه لري.»

د اسلامي امارت ځواکونو له لیکو د ایستل شویو کسانو شمېر ۴۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د تصفیې کمېسیون رییس لطیف الله حکیمي په دې هکله زیاتوي:«تر ننه د افغانستان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اسلامي امارت ځواکونو له لیکو ۴۳۰۰ تنه شړل شوي او دا لړۍ کابو پای ته رسېدلې ده.»

یو شمېر پخواني نظامیان پر دې باور دي چې، د هېواد وسله وال ځواکونه ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د پوځي چارو کارپوه مرزا محمد یارمند وايي:«د اردو، پولیسو او ملي امنیت د جلب او حذب په قوانینو کې د کم عمره کسانو جذب په بشپړه توګه ممنوع دی؛ دا چې طالبان نوي راغلي دي، دا اړتیا ده چې دوی ځان په قوانینو، پلان او پالیسۍ کې شامل کړي.»

تر دې مخکې له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یا یونېسف د افغانستان د سرپرست حکومت د ځواکونو په لیکو کې د کم عمره کسانو د حضور له امله اندېښنه په ډاګه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه