هر کال د تودوخې په ډېرېدو سره، کورني او بهرني سیلانیان د چکر او ښکلو منظرو د لېدو په موخه بامیان ولایت ته سفر کوي. یو شمېر هغه سیلانیان چې دې ولایت ته تللي، د بامیان له طبیعي ښلا خوښ برېښي.
له دې سره سم د بامیان سیمهییز چارواکي پهدې ولایت کې د سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې په تېرو درېو اوونیو کې کابو دیارلس زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو بامیان ته سفرونه کړي دي.
ګرځندوی دولت خان پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «لومړی ځل دی چې بامیان مې ولېد، یو ډېر ښکلی او عالي ځای دی، د دې ارزښت لري چې یو ځل یې د لېدنې، کار او سوداګرۍ لپاره دلته راشي.»
د سلیمان په نوم یو بل ګرځندوی په بامیان ولایت کې د امنیت په اړه وايي: «شکر دی هېڅ خبره نهده او موږ د سیاحت لپاره دلته راغلي یوو او د امنیت له پلوه دلته هېڅ خبره نهشته.»
ګرځندويي له کرنې او مالدارۍ وروسته د بامیان د اوسېدونکو د عوایدو مهمه برخه ګڼل کېږي، خو یو شمېر پلورونکي وایي، سږ کال د تېرو کلونو پرتله د دوی کاروبار پیکه شوی دی.
په بامیان کې د نجیبې محمدي په نوم یوه هټيواله وايي: «که څه هم د پخوا په څېر نهدي، خو د نورو میاشتو پرتله زموږ کار ښه شوی دی. تمه لرو چې مېلمانه ډېر او کارونه ښه ښه شي.»
یوه هټیواله فاطمه رضايي وايي: «که ښځو ته د اسلامي امارت پاملره ډېره وي، باید بامیان ولایت ته د سیلانیانو د ورتګ په اړه اعلانونه ورکړي چې سیالانیان ډېر شي.»
له بلېخوا د بامیان سیمهییز چارواکي وايي، که څه هم په روان کال کې دې ولایت ته د ورغلیو سیلانیانو شمېر زیات و، خو بیا هم هڅه کوي چې د لا زیاتو سیلانیانو د ورتلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
بامیان والي ویاند عبدالصبور سیغاني وايي: «د بامیان ولایت سیمهییز چارواکي ژمن دی چې د ګرځندويي د غوړېدو په برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي، څو دې ولایت ته د کورنيو او بهرنيو سیلانیان ورتګ وغوړېږي.»
بامیان د تفریحي ځایونو، لرغونو اثارو او ښکلو منظرو د لرلو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام وړ سیمه ده چې هر کاله زرګونه سیلانیان له دې ولایته لېدنه کوي.
په دې اړه مو اندونه